مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي ځواك د روان ظلم او زياتي همت او مړانې سره په مقابله كولو او د غېر انساني محاصرې په مهال د صبر او استقامت غر جوړېدو سره په ټينګ پاتې كېدو كشميري اولس ته سلام كوؤ۔ د وزيراعظم عمران خان د كشميري اولس په نامه د خصوصي پېغام ټويټ

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر د وړوكي اختر په مهال د مباركۍ خپل خصوصي پېغام كښې كشميري اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي دي مقبوضه جموں وكشمير كښې د قابض هندي ځواك د روان ظلم او زياتي همت او مړانې سره په مقابله كولو او د غېر انساني محاصرې په مهال د صبر او استقامت غر جوړېدو سره په ټينګ پاتې كېدو كشميري اولس ته سلام وړاندې