مسجد نبوي نن نه لمونځ ګزارو لپاره پرانستلې شي

مدینه منورہ ۔ 30مئی (اے پی پی) د مدينې منورې انتظاميې اعلان كړې دې چې د اتوار په ورځ د مئي په 31 مه او د شوال په 8 مه نېټه شاهي منظورۍ نه وروستو مسجد نبوي لمونځ ګزارو لپاره پرانستلې شي۔ د مسجد الحرام و مسجد نبوی چارو اعلی مشر ډاكتر عبد الرحمن السدېس خپل بيان كښې وئيلي چې مسجد نبوي به د اتوار ورځې د مئي مياشتې 31مې نېټې څخه د حفاظتي تدبيرونو خيال ساتلو سره پرانستلې شي۔ په لمونځ ګزارو به خپل مينځ كښې د فاصلې ساتلو پابندي وي۔ بلخوا مسجد نبوي روزانه بېلو وختونو كښې سېنېټائز كولې شي۔ مسجد نبوي ته د راتلونكو كاركنانو او د بېلو ادارو اهلكارو كورونا ټېسټ كولې شي۔ بلخوا مسجد نبوي ته د راتلونكو كسانو درجه حرارت معلومولو له تھرمل كېمرې هم لګولې شوې دي