قندوز ولايت كښې د امنيتي ځواكونو فضائی بريد، 6 طالبان مړه ، 10 ژوبل

كابل 21مئی (اے پی پی) د افغانستان شمالی ولايت قندوز كښې د امنيتي ځواكونو فضائی بريدونو كښې 6 طالبان مړه او 10 ژوبل شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان دفاع وزارت وئيلې دي تيره شپه امام صاحب ولسوالۍ او دشت ارچی كښې د عملياتو په مهال د جنګي الوتكو په بمبارۍ كښې د طالبانو ژالې په نښه كړې شوي چې په نتيجه كښې ئې 6 طالبان مړه او 10 ژوبل شوي ٬ په فضائی كارروائیو كښې د طالبانو وسله او ګوله بارود هم تباه كړې شوي۔ د كاروائې په مهال كوم عام وګړے يا عسكر ته زيان نه دې رسېدلې