فرانس كښې د وائرس له امله نور 178 كسان مړه شوي ٬ دغسې اټاليا كښې د مړو شميره 274 ته رسيدلې

لندن/پیرس 08 مئی (اے پی پی) د اروپا بيلو هيوادونو كښې هر ورځ ګڼ كسان د كورونا وائرس له امله مړه كيږي خو باجود د دې د مړو كسانو په شميره كښې د وخت سره سره كمې رامخې ته كيږي۔ د جمعې په ورځ د برتانيې نشریاتی ادارې له مخې فرانس په اروپا كښې كورونا وائرس له امله ځپلې شوے دريم هيواد دے۔ تيره ورځ فرانس كښې 178 كسان مړه شوي دغسې دې څخه وړاندې 278 كسان مړه شوي وؤ۔ تر اوسه هيواد كښې په مجموعی توګه 25987 كسان په روغتونونو او نرسنګ هومز كښې مړه شوي۔ د فرانس وزیراعظم اعلان كړے چې د فرانس پايه تخت پیرس او د هيواد شمالي ختيزو برخو كښې به لاك ډاوَن اوس هم نافذ وي۔بلخوا اټاليا كښې هم د مړو كسانو شميره كښې كمې رامخې ته كيږي او 24 ساعتو په مهال 274 كسان مړه شوي دغسې يو زر څخه زيات نوة كيسونه رامخې ته شوي۔ دا مهال اټاليا كښې په مجموعي توګه د مړو شميره 29958 ته رسيدلې۔ سپین كښې هم د مړو كسانو شميره كښې كمې رامخې ته شوے او د تيرو 24 ساعتو په مهال 213 كسان مړه شوي ۔ د سپین پارلمان وړاندې څخه هيواد كښې ایمرجنسی نافذ كړې او نورې دوه اوونۍ ئې د پراخه كولو منظوری وركړې ۔ كورونا وائرس له امله سپین كښې تر اوسه 26 زره څخه زيات كسان مړه شوې دي