صوبائی حکومت د وړوكې اختر لپاره سركاري ملازمانو ته تنخاګانې د روانې مياشتې تر 21 مې نېټې د وركولو منظوري وركړه

کوئټه ۔05 مئی ( اے پی پی) د بلوچستان حكومت د وړوكي اختر له امله سركاري ملازمانو ته تنخاګانې د روانې مئي مياشتې تر 21 مې نېټې د وركولو منظوري وركړې ده ۔ د خزانې څانګې لخوا جاري نوټيفيكېشن له مخې په 24 او 25 مئی ممكنه وړوكي اختر لپاره د بلوچستان حكومت سركاري ملازمانو له به تنخا او ريټائرډ ملازمانو له پېنشن د مئي تر 21 مې نېټې وركولې شي