سركاري او نجي روغتونونو كښې نزدې 4200 وېنټی لېټرزموجود دي۔ كورونا وائرس ځپليو رنځورانو له د وېنټی لېټرز كوم كمې نشته۔ د هېواد 365 سرکاری روغتونونو كښې په 10 زره 944 آئی سی یو بېډ كښی يوازې 2211 بېډز كارولې شي، ډېرہ غازی خان، ملتان، بهاولپور او ملتان ډویژن سره سره اوکاړہ، بھکر او لیه كښې قحطي ملخانو ختمولو له په لويه كچه عمليات پېل كړې شوي دي۔ د كوم هم ډول سېلاب صورتحال مخنيوي له مو منصوبه بندي كړې ده۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) چیئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل وئيلي دي سركاري او نجي روغتونونو كښې نزدې 4200 وېنټی لېټرزموجود دي۔ كورونا وائرس ځپليو رنځورانو له د وېنټی لېټرز كوم كمې نشته۔ د هېواد 365 سرکاری روغتونونو كښې په 10 زره 944 آئی سی یو بېډ كښی يوازې 2211 بېډز كارولې شي، ډېرہ غازی خان، ملتان، بهاولپور او ملتان ډویژن سره سره اوکاړہ، بھکر او لیه كښې قحطي ملخانو ختمولو له په لويه كچه عمليات پېل كړې شوي دي۔ د كوم هم ډول سېلاب صورتحال مخنيوي له مو منصوبه بندي كړې ده۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس كښې ده ووئيل د اضافی 1310 وېنټی لېټرز اخستلو له آرډرز وړاندې وركړې شوي دي۔ ده ووئيل وېنټی لېټرز چلولو له د تربيه كړې شوې عملې منصوبه بندي شوې او يو كال نه تر درې كلونو مودې ددې وېنټي لېټرز مرمت باوري كړې شوې دې۔ امریکا پاكستان ته د 200 وېنټی لېټرز وركولو پېشكش كړې دې۔ دې كښې نيم به ډېر زر پاكستان ته راورسي۔ دې كښې به كراچۍ او پېښور ته 30 ٬ 30 ٬ بلوچستان ته 15 ٬ فېصل آباد ته 10 او لاهور ته 15 وېنټي لېټرز وركولې شي۔ ده ووئيل دا مهال 128 رنځوران په وېنټي لېټرز دي۔ ده ووئيل د هېواد په 365 سرکاری روغتونونو كښې 10 زره 944 آئی سی یو بېډز موجود دي په كومو كښې چې يوازې 2211 بېډز كارولې شي۔ دغسې په 52 نجی روغتونون كښې 679 آئی سی یو بېډز موجود دي۔ په سركاري روغتونونو كښې 72 زره 900 او نجی روغتونونو كښې 6 زره بېډز موجود دي۔ ده ووئيل د هېواد په كومه هم برخه كښې رنځورانو ته د بېډ نه ترلاسه كېدو په صورت كښې په دې لمبر 111-157-157 شکایت درج كېدې شي۔ د هېواد په بېلو برخو كښې د قحطي ملخانو ذكر كولو سره ده ووئيل ډېرہ غازی خان، ملتان، بهاولپور او ملتان ډویژن سره سره اوکاړہ، بھکر او ليه كښې ددې ختمولو له په لوړه كچه عمليات پېل كړې شوي دي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل په څلورو واړو صوبو كښې فضائي سپرے كولو له د 9 الوتكو اعلان هم شوې دې۔ ده ووئيل د راروانې مياشتې په دوهمه اونۍ كښې ايران او مسقط څخه قحطي ملخان پاكستان ته راتلې شي۔ ددوئي مخنيوي له د الوتكو او د حشرانو وژونكو دويانو مناسب بندوبست كړې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هېواد په قبطي سيمو كښې د روان كال په مهال 26 نه تر 33 فيصده زياته واوره شوې ده۔ اېن ډي اېم اے د كوم هم سېلابي صورتحال مخنيوي له منصوبه بندي كړې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان كښې د پرسنل پروټېکټو ایکوېپمنټ او اېن 95 ماسک تياري پېل كړې شوې ده او پاك فضائيه امريكا ته هم طبي آلات وركړې دي۔