د کورونا وائرس ځپليو شمېره نزدې 6 ملينه شوه

واشنګټن ۔ 30 مئی (اے پی پی) د امريكې جانز ھاپکنز پوهنتون راپور له مخې ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره نزدې 6 ملينه ته رسېدلې ده۔ راپور كښې وئيلي شوي دي چې تر خالي ورځې دې وائرس څخه د ځپلې شويو وګړو مجموعي مصدقه شمېره 59 لكه 30 زره ريكارډ كړې شوه۔ د دې په نتيجه كښې تر دې دمه 3 لكه 65 زره كسان مړه شوي دي۔ امريكا ګرده نړۍ كښې ددې د وائرس دلاسه زيات ځپلې شوې هېواد دے چرته چې د ځپليو شمېره نزدې 17 نيمې لكه ته رسېدلې ده او ددې دلاسه 100 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ پاکستان كښې تر دې دمه نزدې 66 نيمې زره كسانو كښې د دې وائرس تصديق شوې دې او ددې په نتيجه كښې 1395 كسان مړه شوي دي