د ډاکټرعبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه

APP23-21 ISLAMABAD: May 21 - Adviser to the Prime Minister on Finance and Revenue, Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing the meeting of the Economic Coordination Committee (ECC) of the Cabinet at the Cabinet Division. APP

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي ) په ځائي كچه د جوړېدونكو موبائلز سېټ ودې لپاره د موبائل ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسۍ منظوري وركړې ده ، د خوراك وزارت ته صوبائي حكومتونو په خاص توګه د پنجاب حكومت سره رابطه كښې كروندګرو ته د پومبې ښه بېعه وركولو لپاره د طريقه كار وضعه كولو هم سپارښتنه وشوه ۔ د اي سي سي غونډه د زيارت په ورځ قامي خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاكټرعبدالحفيظ شيخ په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې ووئيل شول د موبائل ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسۍ بنيادي مقصد د موبائل فون پارټس په ځائي كچه جوړولو ته وده وركول دي۔ اي سي سي ته ووئيل شول د موبائيل فون پارټس به د خاص ماډل په ځاے په پاكستان كښې د جوړو كړو موبائلز سېټسلپاره كارولې شي٬ د دې پاليسۍ په نتيجه كښې به معاون صنعتونه لكه پېكجنګ او په پلاسټنګ مثبت اثرات مرتب شي۔ د اعليٰ برانډز د متوقع آمد په نتيجه كښې به د پاکستان ځائي صنعت ته په نړيوال ويليوچېن كښې د برخې جوړېدو موقع په لاس ورشي۔ د پاليسۍ له مخئ د ريسرچ وډويلپمنټ مرکزونو او سافټ وئير ايپلي کېشن لپاره ايکوسسټم جوړول هم د دې پاليسۍ برخه ده۔ په غونډه كښې د پاليسۍ پحقله د يو شمېر سفارشاتو تفصيلي جاج واخستې شو ۔