د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كوویډ 19 صورتحال په اړه غونډه

APP61-14 ISLAMABAD: May 14 – Prime Minister Imran Khan receives briefing regarding COVID-19. APP

اسلام آباد 14 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي موجوده غیر معمولی صورتحال كښې د لاك ډاؤن له امله د لوږي او تندي خطره زياته ده ، لاك ډاؤن د كورونا علاج نه دے يو عارضی اقدام دے ، تر څو چې معیشت بحال شوے نه وي، د غریبې او بې وسه طبقې ستونزې به زياتيږي، د كورونا مخ نيوي په حفاظتی تدابیر او قواعد به عملدرآمد كول وي، احتیاطی تدابیر په اړه اولس كښې بايد شعور بيدار كړے شي، پولیس دې اولس سره د سختۍ په ځاے د ملګرتيا رويه خپله كړي ، لاك ډاؤن په اړه حكومتی پالیسی بالكل واضح ده ، د اولس ژوند غیر ضروری خطر سره د مخ كولو نه غير دې هر څانګې له آسانۍ وركړې شي چې ورسره د اولس او په خاص توګه غریبو او د سفید پوش كسانو كاروبار تعلق لري۔ د دې خيالاتو څركندونه ده كوویډ 19 صورتحال په اړه د اعلیٰ پائې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، سناتور شبلی فراز، مخدوم خسرو بختیار، سید فخر امام، صلاحكارو ډاكټر عبدا لحفیظ شیخ، عبدالرزاق داوَد، خاص مرستيال لیفټیننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوه، ډاكټر ظفر مرزا، ډاكټر معید یوسف، چیئرمین این ډی ایم اے، وزیر اعظم فوكل پرسن ډاكټر فیصل او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پنجاب وزیر اعلی سردار عثمان بزدار او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان هم د ویډیو لنك د لارې كډون كولو۔ په غونډه كښې د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د كورونا وائرس په هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميرې ، مصدقه كیسونو ، جغرافیائی خپريدو َ، ټیسټنګ شميرې او كيسونو كښې د زياتوالې په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د مستقبل شميرې او د بدل شوي صورتحال له مخې روغتونو كښې د كټونو شته والي ، طبی آلات وركولو او د پیشه وره عملې موجودګي باوري كولو په اړه خبرې وشوې۔د روغتيا آسانيو او روغتونونو استعداد زياتولو په اړه د اقدامات هم جاج واخستلې شو۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان د كورونا وائرس په وجه لاك ډاوَن او د هغې په نتيجه كښې د عام وګړي په ژوند د پريوتونكو منفی اثراتو په اړه ووئيل دې غیر معمولی صورتحال كښې مونږ له د وباﺀ مخ نيوي په اړه حفاظتی اقدامات كښې توازن برقرار ساتل دي۔ وزیر اعظم ووئيل زمونږ آبادۍ ته چې څه ډول خطر د لاك ډاوَن څخه پیښ دے دې څخه زيات د لوږي څخه دے۔ده ووئيل لاك ډاوَن د كورونا درملنه نه ده بلكه يو عارضی اقدام دے۔ده ووئيل مونږ له به په خپلو پريكړو كښې زمكيز حقائق او د اولس خراب حالت ته كتل وي۔ بايد مونږ په دې خبره ځان پوهه كړو چې په دې صورتحال كښې تر څو چې زمونږ معیشت بحال شوے نه وي ، زمونږ د غریبې او بې وسه طبقې ستونزې نه شي كميدې۔ وزیراعظم په حفاظتی تدابیر عملدرآمد باوري كولو په اړه يو عوام دوست او په خبرتيا اډانه طرز عمل خپلولو په حاجت زور راوړو۔ ده سپارښتنه وكړه چې پولیس دې اولس سره د سختی كولو په ځاے د ملګرتيا رويه اختیار كړي۔ وزیراعظم د ميډيا او میډیا نمائندګانو اولسي خبرتيا كښې په زړه پورې كردار ذكر كولو سره د میډیا كردار ستائلو سره ووئيل میډیا دې اولس كښې حفاظتی تدابیر اختیارولو او قواعد او ضابط باندې عمل كولو له ترغیب وركولو كښې نور هم موثر كردار ترسره كړي