د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرازق داؤد ټويټ

اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د تجارت لپاره د وزیراعظم صلاحكار عبدالرازق داؤد وئيلي دي د مال وړونكې بيړۍ سائبلك ټریډیشن افغانستان ټرانزټ لپاره د 16 زره ټنه يوريا سره په ګوادر بندرځائې راتګ سره د بحری تجارت يو نوے دور پيل شوے ۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د دې نوعيت دا وړومبۍ مال وړونكې بيړۍ په پاکستان كښې اودرېدلې چې ورسره د بحری تجارت يو نوے دور پيل شوے۔ په وړومبي ځل د سامان پیګنګ د غیر ملکی بندرځايونو په ځاے په ځائي توګه كيږي۔ ده ووئيل د یوریا پیکنګ په ګوادر كښې به كېږي او د ټركونو د لارې به افغانستان ته وړلې شي، دې سره به ځائې كسانو لپاره د روزګار موقعې هم راپیدا شي۔ ده ووئيل د لیبر ټول ملازمتونه ځائې آبادۍ لپاره د بيلولو په اړه د وړاندې څخه هدايات جاري كړې شوي