د ملائیشیا زندانونو كښې بنديوان 250 پاكستانيان هېواد ته راروسېدل۔ د پاتې بنديوانو بېرته راتلل به هم اختر نه وړاندې باوري كړې شي۔ آمنه بلوچ

لاهور۔17 مئی(اے پی پی) د ملائیشیا زندانونو كښې بنديوان د سوؤنو په شمېر پاكستانيان د اتوار په ورځ هېواد ته راورسېدل۔ د پي آئي اے وياند له مخې د ملائيشيا په زندانونو كښی بنديوان 250 پاكستان د ملائیشین ایئرلائن د لارې لاهور ته رارسېدلې دي۔ د دې ټولو پاكستاني بنديوانو اسكريننګ به په ايئرپورټ كولې او بيا به دوئي قرنطينه ته لېږلې شي۔ د دې بنديوانو خوشې كېدو كار کوالالمپور كښې د پاكستاني هائي كمېشن د هڅو له امله ممكن شو۔ ملائیشیا كښې پاكستانۍ هائي كمشنرې آمنه بلوچ ووئيل اختر نه وړاندې د درې پروازونو د لارې به د پاتې پاكستاني بنديوانو هېواد ته بېرته راتلل هم باوري كولې شي