د كورونا لاك ډاؤن له امله 8 كروړه 60 لكهه څخه زيات ماشومان د غريبۍ ښكار كېدې شي،یونیسف

نیویارك 28 مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د كورونا وائرس او د هغې په نتيجه كښې د لاك ډاؤن له امله ټوله نړۍ كښې سږ كال نور 86 ملیونه (8 كروړه 60 لكهه) ماشومان د غريبۍ ښكار كيدې شي۔ دا اندېښنه د ماشومانو په اړه د نړيوالې ادارې سیو دی چلډرن او ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ٬ د نړيوال بنك او آئی اېم اېف 100 هيوادونو په اړه د آبادۍ ډيټا په بنياد راپور كښې كړې ده ۔ ده ووئيل ټوله نړۍ كښې د كورونا لاك ډاؤن سره د لويو وګرو سره ماشومان هم ځپلې كيږي، صورتحال كه دغسې روان ؤ نو د روان كال تر آخر نور 8 كروړه 60 لكهه ماشومان د غريبۍ سره ښكار كيدې شي۔دوي ووئيل د كورونا وائرس له امله تر ټولو زياتو ځپلو ماشومانو تعلق اروپا او مينځنۍ اسياﺀ سره دے