د كورونا رنځورانو د زياتېدونكي ضرورت له مخې صوبو ته 100 وېنټيلېټرز وركولې شي۔ این ډی اېم اے

اسلام آباد۔31 مئی(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی وئيلي دي د كورونا رنځورانو مخ په زياتېدونكې ضرورت نظر كښې نيولو سره صوبو ته 100 وېنټيلېټرز وركولې شي۔ په دې لړ كښې صوبو ته د لس لس آئي سي يو وېنټیلېټرز ترلاسه كولو له خط لېږلې شوې دې۔ د اتوار په ورځ په دې اړه د اېن ډي اېم اے وياند ووئيل څلورو واړو صوبو ته لس لس بائي پيپ پورټ اېبل وېنټیلېټرز هم وركولې شي۔ دغسې آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان لپاره هم لس لس بائي پيپ پورټ اېبل وېنټیلېټرز بېل كړې شوي دي۔ دې سره سره وېنټیلېټرز سره اړوند نور خذمات هم وركولې شي۔ وياند ووئيل د وېنټیلېټرز كاروؤنكې طبي عمله هم تربيه كولې شي۔ په دې لړ كښې د انتظاماتو تفصيلاتو څخه صوبې خبر كړې شوي دي۔ وياند زياته كړه چې د وېنټیلېټرز روغتونونو كښې د وېش تفصيل څخه دې اېن ډي اېم اے خبر وساتلې شي۔ د اسلام آباد پمز روغتون ته وړاندې د غوښتلې شوې شمېرې له مخې وېنټیلېټرز وركړې شوي دي