د كرونا وائرس ختمولو پیشن ګوئی نه شي كيدې، كوویډ 19 د ایچ آئی وی ایډز غوندې شكل خپلولې شي، د روغتيا نړيواله اداره

جنیوا 14مئی (اے پی پی) د روغتيا نړېوالې ادارې وئيلي دي د كرونا وائرس ختمولو پیشن ګوئی نه شي كيدې، كوویډ 19 د ایچ آئی وی ایډز غوندې شكلر خپلولې شي ۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا نړيوالې’ډبلیو ایچ او‘ د بيړني چارو پوهه مائك ریان يو آن لائن بریفنګ كښې وئيلي دي كورونا وائرس يو ائې وائرس جوړيدې شي، او دا وائرس چرې هم نه شي ختميدې۔ مائك ریان ووئيل ما سوچ هم نه دې كړے چې څوك به د دې د ختميدو پیشن ګوئی وكړي چې دا ناروغتيا به كله ختميږي۔ ده ووئيل د دې ناروغۍ مخ نيوي په تګلارو د ڼړۍ كنټرول شته او100 څخه زياتو هيوادونو كښې ویكسین جوړيږي، چې پكښی كلینیكل ټرائلز هم شامل دې۔ په دې موقع د ډبلیو ایچ او ډائریكټر جنرل ټیډروس اذانوم ګھبر یئسس ووئيل بايد مونږ ټول د دې وباﺀ مخ نيوي له خپل كردار تر سره كړو