د كركټر توفيق عمر كورونا وائرس ټېسټ پازېټو ٬ په كور كښې آئسولېټ

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د كركټ توفيق عمر كورونا ټېسټ پازېټو راغلې چا چې تېره ورځ د معمولي تبې نه وروستو خپل ټېسټ كړې وو۔ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده وئيل زه كور كښې آئسولېشن كښې يم۔ ده وګړو ته زر روغتيا له د دعا خواست وكړو۔ كركټر توفيق عمر په خپل 14 كلن كېريئر كښې پاكستان لپاره 44 ټېسټونه او 22 او ډی آئیز كړي دي۔ آخري مېچ ده په كال 2018 كښې ډومسټک سرکټ كښې كړې وو او په كال 2011 كښې ئې شېخ زېد سټېډيم ابوظهبي كښې دسري لنكا په ضد ريكارډ 236 رنز جوړ كړې وو۔