د صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په مشرۍ كښې اېن سي او سي كښی د وېډيو لنك د لارې غونډه ٬ د هېواد په ټولو هوائي مېدانونو بهر هېوادونو څخه پاكستان ته راوستلو له د كورونا وائرس حوالې سره د آسانيو جاج واخستې شو

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آ پرېشن سېنټر (اېن سی او سی) كښې د هېواد په ټولو هوائي مېدانونو بهر هېوادونو څخه پاكستان ته راوستلو له د كورونا وائرس حوالې سره د آسانيو جاج واخستې شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په مشرۍ كښې د وېډيو لنك د لارې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د كشمير او ګلګت بلتستان په شمول د څلورو واړو صوبو نمائندګانو او د سول اېوي اېشن چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د هېواد په ټولو هوائي مېدانونو بهر هېوادونو څخه پاكستان ته راوستلو له د كورونا وائرس حوالې سره د آسانيو جاج واخستې شو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې بهر نه راتلونكو د ټولو پاكستاني وګړو ډېټا دې وفاقي اكائيانو سره شيئر كړې شي۔ ده وئيل دا ډېټا يوازې پي آئي اے شيئر كوي نور نه۔ صوبائی نمائندګانو وفاقي حكومت څخه غوښتنه وكړه چې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو ډېټا دې صوبو ته وركړې شي۔ غونډه كښې نمائندګانو په دې خبره زور راوړو چې د ټولو ايئر لائنز دلارې هېواد ته د راتلونكو پاكستاني وګړو تفصيلات دې وفائي اكائيانو سره شيئر كړې شي دغسې چې د كورونا وائرس مخنيوې وكړې شي او د ټي ټي كيو په ستراتيجي عمل وكړې شي۔