د سمندري چارو وفاقي وزير علي زېدي او د سندھ اسمبلۍغړي بلال غفار د دار الصحت روغتون دوره

کراچۍ۔ 23 مئی(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير علي زېدي او د سندھ اسمبلۍ غړي بلال غفار د دار الصحت روغتون دوره وكړه۔ د خالي په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې وفاقي وزير او د پي ټي آئي د صوبائي اسمبلۍ غړي روغتون كښې درملنو ته بستر كړې شوي د بېنك آف پنجاب صدر ظفر مسعود په شمول د پي آئي اے پېښه كښې د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پي آئي اے پېښه ډېره زړه خفه كوؤنكې ده۔ علي زېدي ووئيل په الوتكه كښې د فني خرابۍ په اړه دې بېلو بې بنسټه خبرو څخه ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل ظفر مسعود او محمد زبېر د فوري همت څرګندونه وكړه۔ ده وئيل د پېښې دلاسه په ځپليو شويو كورونو كښې د كسانو د تكليف اندازه ده۔ ده ووئيل پېښه كښې د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا له لاس په دعا يؤ۔ بلال غفار خپل خبرو كښې ووئيل د پي آئي اے پېښه د افسوس وړ ده۔ د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كوؤ۔ ده وئيل په دې پیښه ټول قام خفه دے۔ د شهيدانو د شهادت حوالې سره دې سپېځلې پلټنې وكړې شي۔ ده ووئيل د غمجنيو كورنيو غم كښې يو برابر شريك يؤ