د سخت صورتحال باوجود هر ډول هڅې وكړې چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي۔ د وزيراعظم عمران خان سپارښتنه

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې جې د غېر ضروري خرڅونو كمي لپاره په ادارو كښې د اصلاحات كول عمل ګړندے كړئ، د کرونا په تناظر كښې د خېبرپښتونخوا معاشي وضعې نه اولس خبر اوساتئ، د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي٬ پبلك پرائيوټ پارټنر شپ زياتولو ته بشپړه پاملرنه وكړئ، صوبو كښې د توان استعداد په اړه لائحه عمل د توان وزارت سره په مشاورت مرتب كړئ۔ وزيراعطم دا سپارښتنې د خېبر پښتونخوا د پرمختيائي چارو ٬ په راتلونكي بجټ كښې د ادارو اصلاحات ٬ د كرونا وائرس په تناظر كښې د صوبائي معاشي صورتحال په خاص توګه د صوبې آمدن او خرڅونو٬ د وسائلو پحقله په رامخې ته شوو مسائلو قابو موندلو لپاره د سباٶن لائحې په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د رشكئ خاص اقتصادي زون جوړولو په پېشرفت ٬ د سوات موټروے فېز ټو منصوبې عملي كولو او د توان پېداوار پحقله د صوبې استعداد او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ په غونډه كښې د د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان،د قامي خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوه او د صوبائي حكومت لخوا د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان ، د خزانې وزيرتېمور سليم خان جھګړا، چېف سېكتر ډاكټږر کاظم نياز او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په دې موقع د خزانې صوبائي وزير ووئيل د كرونا وائرس وبا له امله د صوبې آمدن او خرڅونو كښې توازن ځپلې شوے٬ په راتلونكې بجټ كښې په دې زيان قابو موندلو لپاره به د وفاقي حكومت معاونت پكار وي دغسې چې پرمختيائي عمل د تعطل ښكار نشي ۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم سپارښتنه وكړه د غېر ضروري خرڅونو كمې لپاره په ادارو كښې د اصلاحاتو عمل ګړندې كړئ او د کرونا په تناظر كښې د خېبرپښتونخوا د معاشي وضعې نه اولس خبر اوساتئ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي او په راتلونكي بجټ كښې د پرمختيائي خرڅونو په اړه آٶټ آف باكس سلوشن ته پام لرنه وكړې شي