د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د او آئي سي عمومي سېكتر ډاكټر يوسف بن احمد العثېمين سره ټېلېفوني تماس ، خارجه وزير عمومي سېكتر مقبوضه جموں و کشمیر كښی د بشري حقونو په ضد روانو خلاف ورزيو او منطقه كښې د امن وضعې په اړه خبر كړو۔ د عمومي سېكتر لخوا تېره ورځ د الوتكې پرېوتو پېښې په نتيجه كښی په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د او آئي سي عمومي سېكتر ډاكټر يوسف بن احمد العثېمين سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ په دې مهال خارجه وزير عمومي سېكتر مقبوضه جموں و کشمیر كښی د بشري حقونو په ضد روانو خلاف ورزيو او منطقه كښې د امن وضعې په اړه خبر كړو۔ د او آئي سي عمومي سېكتر تېره ورځ د الوتكې پرېوتو پېښې په نتيجه كښی په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير په غمرازۍ كولو د عمومي سېكتر مننه وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې مقبوضه كشمير كښی د بشري حقونو خلاف ورزيو حواله وركولو سره خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د قابض هندي ځواكونو لخوا د ظلم او زياتي كارروائيو كښی په زياتوالي او مقبوضه سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو له په هندي هڅو د پاكستان لخوا د ژورې اندېښنې څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير دهند لخوا ډوميسائل قانون كښې د اوسني بدلون حواله وركولو سره دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ٬ د څلورم جنېوا كنونشن او دنړيوال قانون خلاف ورزي وګرځوله۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د كورونا وائرس په بهانه هند مقبوضه كشمير كښې لاك ډاؤن لا سخت كړې دې۔ ده ووئيل هند د مقبوضه كشمير صورتحال ٬ دمسلمانانو په ضد نسلي تعصب ، كركې او د اسلام په ضد ګامونو څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځولو له كوم نوې ”فالس فلیګ” آپرېشن كولې شي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلمونو كتلو له دې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ګروپ او د او آئي سي نړيوالو مبصرينو ډلې ته د صورتحال جاج اخستلو اجازه وركړې شي۔ خارجه وزير د او آئي سي لخوا د مقبوضه كشمير په اړه د پاكستان د دريځ په بشپړه ملاتړ كولو د عمومي سېكتر مننه وكړه۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل دهند لخوا مسلمانان د كورونا خپرېدو ذمه وار په ګرځولو او هند كښې په زياتېدونكې اسلاموفوبيا اندېښنه ده كوم لپاره به چې او آئي سي له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔ عمومي سېكتر ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین ووئيل مونږ د مقبوضه كشمير په صورتحال پرله پسې نظر ساتلې دې۔ ده خارجه وزير ته د او آئي سي لخوا د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ خارجه وزير د كورونا وبا چېلنج مخنيوي له د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا روانې هڅې وستائل