د جي7 هېوادونو غونډه به د جون په پائې كښې كېږي۔ د سپېنې ماڼۍ پرېس سېكرټري

واشنګټن 28 مئي (اے پي پي) د نړۍ د ټولو نه لويو صنعتي او د اقتصادي هېوادونو جي سېون مشرانو غونډه به د جون په پائې كښې په سپينه ماڼۍ كښئ كېږي۔ په دې لړ كښې د سپينې ماڼۍ پرېس سېكرټري کيليګ مېك اينيني د يو بريفنګ په مهال خبريالانو ته ووئيل ډونلډ ټرمپ دا ګڼي جې د هېواد بيا پرانستلو لپاره د جي سېون هېوادونو د مشرانو غونډې كولو نه بل ښه مثال به ممكن نه وي كوم چې به په ممكنه توګه د جون په اخر كښې سپينه ماڼۍ كښې كېږي او تر اوسه زياتره غېر ملكي مشرانو د دې ملاتړ كړے ۔ د يادونې وړ ده په جي سيون هېوادونو كښې كاناډا ، فرانس،المان ، اټاليه، جاپان، برتانيه او امريکا شامل دي۔