د جي7 هېوادونو د مشرانو غونډه به د جون په پائې كښې كېږي۔ د سپېنې ماڼۍ پرېس سېكرټري

واشنګټن 29 مئي (اے پي پي) د نړۍ د ټولو نه د لويو صنعتي او د اقتصادي هېوادونو جي سېون مشرانو غونډه به د جون په پائې كښې په سپينه ماڼۍ كښئ كېږي۔ په دې لړ كښې د سپينې ماڼۍ پرېس سېكرترې کيليګ مېك اينيني د يو بريفنګ په مهال خبريالانو ته ووئيل ډونلډ ټرمپ دا ګڼي چې د هېواد بيا پرانستلو لپاره د جي سېون هېوادونو د مشرانو غونډې كولو نه بل ښه مثال نه شي رامخې ته كېدې كوم چې به په ممكنه توګه د جون په پائ كښې په سپينه ماڼۍ كښې كېږي او تر اوسه زياتره غېر ملكي مشرانو د دې ملاتړ كړے۔ د يادونې وړ ده په جي سيون هېوادونو كښې كاناډا ، فرانس،المان ، اټاليه، جاپان، برتانيه او امريکا شامل دي