د برتانيې ايئر لائن ايزي جيټ په مالي ستونزو كښې كمې لپاره د 30 فيصده ملازمانو اخوا كولو اعلان

لندن 29 مئي (اے پي پي) د برتانيې رعايتي ايئر لائن ايزي جيټ د كرونا لاك ډاٶن له امله رامخې ته شوې مالي ستونزې كمولو لپاره د 30 فيصده ملازمانو اخوا كولو اعلان كړے۔ د کمپنۍ جاري شوي بيان له مخې د كرونا لاك ډاٶن له امله الوتكې د ګراٶنډ كولو لپاره مالي مسئلو سره مخ يو كومې لپاره چې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو كښې پخپلو 15 زره ملازمانو كښې څلور نيم زره ملازمان فارغولې شي، د ملازمانو اخوا كولو نه وړاندې به دوي سره مشاورت كولې شي خو په دې لړ كښې ټائم فرېم نه دې وركړے شوے