د انفارمیشن ګروپ افسرانو د خپل ملګري زبیداللہ خان په مرګ د غم دړډ څرګندونه

اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د سول سروس آف پاکستان د انفارمیشن ګروپ افسرانو د خپل ملګري زبیداللہ خان په مرآنه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د انفارمیشن ګروپ د 30م سی ټی پی بیچ افسر زبید اللہ خان د اختر په ورځ شمالی وزیرستان میران شاہ سيمه كښې وژلے شوے ؤ۔ د انفارمیشن ګروپ افسرانو د اړخه تيره ورځ جاري شوي د غمرازۍ پیغام كښې هغوي هيله څرګنده كړې چې پيښه كښې ككړ كسان به زر تر زره ونيولې شي او انصاف سره به مخ كړې شي۔ دوي ووئيل د زبید اللہ خان په مرګ مونږ ټول دړدېدلې يو، زياتو ملګرو ته د هغه څخه د زدكړې موقع ترلاسه شوې وه ، هغه يو محنتی او فرض شناس افسر ؤ۔ دوي ووئيل مونږ ټول د هغه د كورنۍ سره په دې غم كښې برابر شريك يو ۔ دوي دعا اوكړه چې لوي څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔دا خبره دې ياده وي نامعلومه وسله والو په ډزو كولو زبیداللہ خان، د هغه تره او د تره زوي تحصیل میر علی، موضع حسو خیل كښې وژلي وؤ