خېبر پختونخوا كښې د كورونا دلاسه د مرګونو لړۍ تندۍ سره روانه ده۔ ډاكټر اورنګزېب خټك او چائلډ اسپېشلسټ ډاكتر اعظم هم د كورونا له كبله په حق ورسېد د اعلی وزير محمود خان د ډاكټرانو په شهادت غمرازي د زياتره ملازمينو د كورونا ټېسټ په مثبت راتلو خېبر پختونخوا هاؤس نامعلومه مودې له بند كړې شو

پېښور ۔31مئی (اے پی پی)خېبر پختونخوا كښې د كورونا دلاسه د مرګونو لړۍ تندۍ سره روانه ده۔ د كورونا وائرس له امله د خېبر پختونخوا دوه ډاكټرانو ډاكټر اورنګزېب خټك او چائلډ اسپېشلسټ ډاكټر اعظم هم خپل ژوند څخه لاس ووينځلو۔د تفصیلات له مخې ډاكټر اورنګزېب پېښور پوليس سروسز روغتون كښې د پيتھالوجسټ په توګه كار كولو۔ دې حیات آباد میډیکل کمپلېکس كښې درې ورځو نه درملنو ته بستر وو۔ چائلډ اسپېشلسټ ډاکټر اعظم د نوښار روغتون كښې خذمات ترسره كول۔ اعلی وزير د دواړو ډاكټرانو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنيو سره به هره ممكنه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د كورونا رنځورانو درملنو له د ډاكټرانو خذمات د ستائنې وړ دي۔ بلخوا خېبر پختونخوا هاؤس اسلام آباد كښې د خېبر پختونخوا د ګورنر سېكورټي سكواډ ٬ ډرائېورز او نورو كښې د كورونا وائرس تشخيص نه وروستو خېبر پختونخوا هاؤس اسلام آباد سيل كړې شوې دې په هر ډول سركاري او نجي دستورو بندېز لګولې شوې دې۔ د كومو كسانو ټېسټ چې مثبت راغلې دې هغوي كښې د خېبر پختونخوا د ګورنر عمله هم شامل ده