خو د اتومي چاٶدنو پرېكړه نواز شريف پخپله كړې وه۔ ډاکټر شهباز ګل

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف لارښود ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي د نواز شريف پشمول د مسلم ليګ (ن) ټولو مشرانو هم دا وئيل چې مونږ د خارجه پاليسۍ پشمول كله هم يوې پرېكړې كولو ته نه يو پرېښودلې شوي خو هغوي دا ادعا هم كوي چې د اتومي چاٶدنو پرېكړه نواز شريف پخپله كړې وه۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) د مشرانو متضاد ادعاګانې رامخې ته كېږي ٬ د خارجه پاليسۍ پشمول كله هم يوې پرېكړه كولو ته نه دي پرېښودلې شوي خو د هغوي دا يوه ادعا حېرانوٶنكې ده چې د اتومي چاٶدنو پرېكړه يوازې نواز شريف پخپله كړې وه