جرمن فټ بال ليګ كورونا لاك ډاؤن نه وروستو يو وارې بيا پېل شو

برلن ۔ 17 مئی (اے پی پی) المان كښې قومی فټبال لیګ بنډیس لیګا کورونا وائرس لاک ډاؤن كښې نرمۍ نه وروستو يو وارې بيا پېل شوې دې۔ په خالي سټېډيم كښې شوي اولني مېچ كښې بوروسیا ډورټمنډ د شالکے لوبډلې ته څلورو ګولونو سره ماتې وركړه۔ دا خبره دې ياده وي چې دوه مياشتې وړاندې المان كښې د بنډس لیګا ټول مېچونه د نړيوالې وباﺀ دلاسه منسوخ كړې شوې وو