جاپان كښې د كرونا وبا له امله د رنځورانو شمېره 17104 ته ورسېده

ټوكيو 21 مئي (اے پي پي) جاپان كښې د كرونا وبا له امله د رنځورانو شمېره 17104 ته رسېدلې ده۔ د تېرو څلوريشت ساعتو په مهال د كرونا وائرس 25 نوي كېسونه درج شوي۔ د سركاري شمېرو له مخې هېواد كښې د كرونا وائرس 25 نوو كېسونو نه پس په هېواد كښې د رنځورانو شمېره 17104 ته رسېدلې ده۔ د يادونې وړ ده په جاپان كښې تر اوسه د كرونا وائرس له امله 786 كسان مړه شوي دي۔