امريکا كښې د پوليس د لاسه د يو سياه فام وژلې كېدو نه پس احتجاج په درېمه ورځ هم روان ؤ

واشنګټن 29 مئي (اے پي پي) امريکا كښې د پوليس تشدد د لاسه د يو افريقائي د وژلو نه پس مينيسوټا سيمه كښې د تشدد مظاهرې او فسادات په درېمه ورځ هم روان وو۔ د نړيوالې ميديا له مخې مظاهرچيانو په دې مهال دوه ګاډو او شپاړس ودانيو ته اور لګولې۔ د مينيسوټا ګورنر د امن بحالۍ لپاره نېشنل ګارډز طلب كړے۔ د ګل په ورځ جارج فلٶډ د پوليس په حراست كښې د تشدد له امله مړ شوے ؤ ۔ د دغې نه پس امريكا او په خاص توګه د امريكې سياه فام آبادي غمژنه او غصه ده