افغانستان٬ پكتيا ولايت كښې د طالبانو بريدونه٬ د ملي اردو څلوارلس عسكر مړه او درې ټپيان

کابل 29 مئي (اے پي پي) د افغانستان په ختيز پكتيا ولايت كښې طالبانو په دفاعي او د امنيتي پوستو په ځواكونو بريدونه كړې دي جې پكښې د ملي اردو څلوارلس عسكر مړه او درې ټپيان شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې پکتيا كښې طالبانو په پوځي او امنيتي پوستو بريدونه كړي چې په نتيجه كښې ئې د ملي اردو څلوارلس عسكر مړه او درې ژوبل شوي۔ راپور له مخې تېره شپه د طالبانو يوې ډلې په دندپتن اولسوالۍ كښې د دفاعي او امنتي ځواكونو په پوسته بريد كړے چې ورسره په ډزو كښې يو شمېر طالبان هم وژلې شوي۔ د طالبانو لخوا په دې لړ كښې تر اوسه كوم بيان نه دې رامخې ته شوې۔ د يادونې وړ ده طالبانو د كوچني اختر په موقع دريو ورځو لپاره د جنګ بندۍ اعلان كړے ٶ كوم چې د نهې په ورځ ختم شوے