ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس څخه د ځپلې شوو كسانو شمېره پنځه لكه ته ورسېده٬ 88 زره نه زيات كسان مړه

نيويارك 10 اپرېل (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس څخه د ځپلې شوو كسانو شمېره پنځه لكه ته رسېدلې ٬ 88 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د امريكې د جان هاپكنز پوهنتون له مخې په امريكا كښې د وائرس له امله مرګونه د 14 زره 700 نه زيات شوي او د ځپلېو شمېره څلور لكه 35 زره ته رسېدلې ۔ په سپېن كښې د مړو شمېره 14 زره 700 او يو لك |48 زره كسان وائرس څخه ځپلې شوي۔ په اټاليه كښې د مړو شمېره 17 زره 600 نه زياته شوې او دغسې په ايران كښې د دې وباء له امله درې زره نهه سووه كسان مړه شوې دي