کرونا وائرس، سعودی عرب د کرفیو موده پراخه كړه

مکه 03 اپریل (اے پی پی) کرونا وائرس مخنيوي لپاره سعودی عرب د نافذ کړې كرفیو موده پراخه كړې ده۔ د جمعې په ورځ طیف، القطیف او دمام كښې د کرفیو وخت زيات كړې شوې ؤ او اوس به کرفیو د ماسپخښين تر درې بجې نافذ وي۔ دې څخه وړاندې مکه او مدینه كښې د کرفیو وخت 24 ساعته ته رسولې شوې ؤ۔ ریاض او جدہ كښې هم بشپړه لاك ډاوَن دے۔ سعودی عرب كښې تر اوسه نزدې 2 زره كسان په دې وباﺀ اخته دي دغسې په دې كښې 21 كسان مړه شوې دي