ښارونو كښې د بندشونو لا امله د كورونا وباﺀ خپرېدو كښې كمې رامخې ته شوې۔ اقتصادي اثراتو د ټولنې مالدار او بې وزله دواړه طبقې ځپلې دي۔ روغتونونو ته د نېغ په نېغه حفاظتي سامان رسولو له كار كوؤ۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر كښې نيوز كنفرنس

اسلام آباد ۔ 5 اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي په ښارونو كښې د بندشونو لا امله د كورونا وباﺀ خپرېدو كښې كمې رامخې ته شوې۔ اقتصادي اثراتو سره د ټولنې مالدار او بې وزله دواړه طبقې ځپلې كېږي۔ روغتونونو ته د نېغ په نېغه حفاظتي سامان رسولو له كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر كښې نيوز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اولس د نظم او ضبط څرګندونه كوي۔ د حفاظتي ګامونو پورته كولو او سماجي فاصلې ساتلو ساتلو سره په وباﺀ قابو موندلې كېدې شي۔ ده ووئيل د ميډيكل تحفظ باوري كولې شي۔ ده ووئيل د ټېسټ كولو صلاحيت محدود وو كوم چې اوس زياتولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په يو شمېر سيمو كښې په احتياطي تدبيرونو عمل نه كېږي او كه ټول پاكستاني وګړو په احتياطي تدبيرونو عمل وكړو نو مونږ به ډېر زر په دې وباﺀ قابو ومومو