چین په کرونا وائرس قابو موندلو ته نزدې دے ٬ د 24 ساعتو په مهال د يو مرګ اطلاع نه نشته، 32 نوې كېسونه راپور شوي ، په مجموعی توګه 1242 كسان په روغتون كښې بستر دي

ووهان 07 اپرېل (اے پي پي) چین په کرونا وائرس بشپړ قابو موندلو ته نزدې دے٬ د 24 ساعتو په مهال د يو ممرګ هم اطلاع نشته، 32 نوې كېسونه راپور شوي ، په مجموعی توګه 1242 كسان په روغتون كښې بستر دي۔ د ميډيا ذريعو له مخې تېر كال د نومبر په مياشت كښې چين كښې دا مرګونې وباء رامينځ ته شوې وه او تر اوسه په 209 هېوادونو كښې خپره شوې د۔ د راپور له مخې د 24 ساعتو په مهال د مرګ كومه اطلاع نه تر لاسه شوې يوه، 32 نوې كېسونه راپور شوي ، په مجموعی توګه 1242 كسان په روغتون كښې بستر دي او 77167 كسان صحت مند شوي ۔ د يادونې وړ ده په چين كښې په مجموعي توګه 3331 كسان مړه شوي او 81740 كسان ځپلې شوي وو ۔