چين كښې د جوړېدونكې ودانۍ دېوال لوېدلو پېښه كښې پنځه كسان مړه، دوه ټپيان شول

بيجنګ 10 اپرېل (اے پي پي) د چين په شانزي ولايت كښې د جوړېدونكې ودانۍ دېوال لوېدلو پېښه كښې پنځه كسان مړه و دوه ټپيان شوي دي ۔ د چين خبري اژانس له مخې د شانزي ولايت په شيانيانګ ښار كښې په جوړېدونكې ودانۍ كښې د رنګ روغن كار كېدو چې په دې موقع د لېنډ سلائيډنګ له امله د ديوال غورځېدو په سوب 5 كسان مړه او دوه ژوبل شوي٬ ژوبل شوي او مړي نزدې روغتون ته رسولې شوي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔