په اټاليا كښې د كرونا وائرس دوه مياشتنې ماشوم صحت مند شو

روم 10 اپرېل (اے پي پي) اټاليا كښې د کرونا وائرس د ټولو نه كم عمر دوه مياشتنۍ ماشوم صحت مند شوې۔ د اټاليې د صحت څانګې او د كرونا سنټر لخوا د جاري بيان له مخې نوې زېږېدلې ماشوم او د ھغه مور د روغتون نه دسچارج كړې شوې كوم چې د كرونا وائرس په رنځ اخته وه او دا په اتلسم مارچ په روغتون كښې بستر شوې وه۔ د يادونې وړ ده په اټاليه كښې تر اوسه د كرونا وائرس له امله 17 زره 669 كسان مړه شوي دي۔