پاتې صوبو لپاره حفاظتی سامان به په يو دوو ورځو كښې اوليږلې شي،وياند

اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) خیبر پښتونخوا كښې ډاكټرانو او طبی عملې لپاره حفاظتی سامان روان كړې ۔ د این ډی اېم اے وياند له مخې د زيارت په ورځ وركړې شوي سامان كښې 74 زره سرجیكل او 4652 این95 ماسكونه شامل دي۔دې نه علاوه 8759 حفاظتی سوټ او 65 زره څخه زياتې دستانې هم سامان كښې وركړې شوي دغسې درې نيم زره ګاؤن او 4180 د پيزار كؤر هم شامل دي۔وياند ووئيل ليږلې شوي سامان كښې 4535 سرجیكل ټوپۍ ، 1322 حفاظتی چشمې او 1186 فیس شیلډ هم دي۔دغسې د پاتې صوبو روغتونونو سامان به هم په دوو ورځو كښې اوليږلې شي