ټوله نړۍ كښې د ګلونو لپاره مشهور هيواد هالينډ كښې د كرونا وائرس له امله مړو كسانو شميره كښې وخت سره سره زياتوالې كيږي

ایمسټرډم 07 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د ګلونو لپاره مشهور هيواد هالینډ د کرونا وائرس له امله زيات وځپلې شو چرته چې د دې وائرس له امله د مړو شميره وخت سره سره زياتيږي۔ د هالينډ د روغتيا وزارت له مخې د کرونا وائرس نوې كيسونو شميره 19580 ته رسيدلې ده۔د هالینډ د روغتيا قامي ادارې چارواكو خپل ورځنې راپور كښې وئيلي دي چې کرونا وائرس له امله د مړو شميره 234 څخه زياتيدو سره 2101 ته رسيدلې ده۔ د روغتيا چارواكو دا خبره په ګوته كړې چې د نهې په ورځ د مړو شميره كښې داسې رنځوران هم شامل دي كوم چې د تيرې اوونۍ په آخر كښې مړه شوې ؤ خو د هغوي راپور بيا دې نه پس جارې كړې شوې دې