وزیر اعظم د کرونا ریلیف ټائیګرز فورس لپاره د رجسټرېشن موده تر 15 اپرېل پراخه كړه

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزیر اعظم د کرونا ریلیف ټائیګرز فورس لپاره د رجسټرېشن موده تر 15 اپرېل پراخه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د کرونا ریلیف ټائیګرز فورس لپاره د رجسټرېشن موده پنځه ورځې پراخه كړې ده۔ کرونا ریلیف ټائیګرز فورس كښې تر اوسه اته لكه كسانو رجسټرېشن كړې زياد دې وي په دې لړ كښې خپل وېډيو پېغام كښې وزیراعظم عمران خان طبي څانګې سره تعلق لرونكو ځوانانو ته په ټائيګر فورس كښې د شاملېدو خواست كړې ۔وزیراعظم د ټول قام لخوا د كرونا وائرس څخه د رامخې ته شوې صورتحال مخنيوي لپاره په جنګ په برخه اخستو د ځوانانو مننه كړې۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې زيات ځوانان د ټائيګر فورس برخه شي،دې لپاره د رجسټرېشن موده كښې پراختيا شوې ۔ وزیراعظم نورو ځوانانو ته په فورس كښې د شاملېدو هم غږ كړے ۔ وزیراعظم ووئيل په هېواد كښې دا مهال زياتو ډاكټرانو او طبي عملې ته اړتيا ده دې لپاره طبي څانګې سره تړون لرونكي ځوانان دې په زياته شمېره خپُل رجسټریشن وكړي۔ ده ووئيل مونږ معلومات لرو چې وړاندې به ستونزې رامخې ته كېږي، دې لپاره ټول تائيګر فورس، ټول قام ، پوځ او انتظاميه په ګډه د دې صورتحال مخنيوي كولې شي