وزيراعظم عمران خان ټويټ،د سبرامنيم سوامي ويډيو كلپ ئې شېئر كړو

اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د آر اېس اېس نظريې پلويانو د بې جے پي مشرانو د مسلمانانو په ضد د نازيانو غوندې لب او لهجه خپله كړې ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د آر اېس اېس نظريې پلويانو د بي جے پي مشرانو په 21مه پېړۍ كښې د 20 كروړه مسلمانانو په ضد ھغه لب او لهجه خپله كړې كومه چې نازيانو د يهوديانو په ضد خپله كړې وه۔ وزير اعظم عمران خان د بي جے پي د لارښود سبرامنيم سوامي اوسنې وېډيو كلپ هم شيئر كړې په كوم مركه كښې چې ھغه د مسلمانانو د حقونو نه ښكاره سرغړونه كوي۔ په وېډيو كلپ كښې سبرامنيم سوامي دا خبره كولو سره اورېدلې شي چې د هېواد زياتره خلق زما سخت ګير سوچ خوښوي