هند كښې د كرونا وائرس ځپليو زياتېدو له امله په مقبوضه كشمير كښې په غېر قانوني توګه د نيولې شوو بنديوانو د خوشې كولود غوښتنې جاج اخلو۔انتونيو ګوټرېس

ملګري ملتونه 07 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د بشري حقونو د نړيوالو تنظيمونو لخوا د كشميريانو د خوشې كولو د خواست ملاتړ كولو سره وئيلې دي هند كښې د كرونا وائرس ځپليو زياتېدو له امله په مقبوضه كشمير كښې په غېر قانوني توګه د نيولې شوو كشميريانو بنديوانو د خوشې كولو د غوښتنې جاج اخلو۔ د عمومي سېكتر وياند د بشري حقونو د شپږو نړيوالو نتظيمونو لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بنديوانو كشميريانو خوشې كولو په اړه د اے پي پي د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ دا ګنو چې د كرونا وائرس په مهال غړو رياستونو له د بنديوانو په اړه د نزدې نه د جاج اخستو ضرورت دے او هم دا نه بلكې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر مشېل بېچلېټ هم حكومتونو څخه غوښتنه كړې چې ھغوي په خاص توګه د كرونا وائرس ښكار كسانو په خاص توګه د سپين ګيرو پشمول د كم خطر ناك بنديوانو د خوشې كولو د طريقو جاد واخلي