نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر د قامي يو و الي څرګندونه ده۔

حكومت او ادارو په صورتحال ژور نظر ساتلې۔ پاكستان كښې د سېنېټائزر لوئے مقدار د اعلی معيار نه دے۔ دې كې بايد 70 فيصده الكوحل وي۔ د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا خبري كنفرنس
اسلام آباد ۔ 4 اپریل (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر د قامي يو والي څرګندونه ده۔ حكومت او ادارو په صورتحال ژور نظر ساتلې دې۔ پاكستان كښې د سېنېټائزر يو لوئے مقدار د اعلی معيار نه دے۔ دې كې بايد 70 فيصده الكوحل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ هدف دا دې چې اولس ته څه هم ضرورت وي هغه ترسره كړؤ۔ د طبي عملې ضرورتونه ترسره كولو له به هم هڅې كوؤ۔ ده ووئيل دا خبره زمونږ مشاهده كښې راغلې چې طبي عملې لپاره د ذاتي تحفظ څيزونو كارول په مناسبه طريقه نه كېږي۔ كه دا وركړې هم شي او دا نه كارول كېږي نو دا عمل ګټور نه دې۔ په حكومتي هداياتو بايد ځان پوهه كړې شي۔ ده ووئيل سينيټائزر به مانيټر كول او ددې معيار به چېك كول وي۔ ده ووئيل په ميډيا بېل ډول رائې وركولې شي ضروري نه ده چې هغه مستند وي۔