مونږ د اولس ژوند ښه كولو شريك مقصد لپاره په ګډه كار كوٶ، وزيراعظم عمران خان د فېس بك د چيف اپرېټنګ افسر شېرل سنډ برګ د هلو ځلو ستائنه وكړه

اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د فېس بك د چيف اپرېټنګ افسر شېرل سنډ برګ د هلو ځلو ستائنه كولو سره وئيلي دي مونږ د اولس ژوند ښه كولو مقصد لپاره په ګډه كار كوٶ۔ دا خبرې وزيراعظم د فېس بك چيف اپرېټنګ افسر شېرل سينډ برګ د فېس بك د يو پېغام په ځواب كښې كړې۔ د دې نه وړاندې د فېس بك چيف اپرېټنګ افسر شېرل سينډ برګ د وزيراعظم عمران خان په سركاري فېس بك خپل پېغام كښې ھغه د وزيراعظم عمران خان ستائنه كولو سره مننه كړې چې مونږ تاسو سره په همكارۍ ستاسو مننه كوٶ، مونږ پاكستان كښې د كرونا وائرس په ضد جنګ كښې د اولس مرسته، سم او په وخت معلومات وركولو له په ګډه كار كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان د دې پېغام په ځواب كښې خپل فېس بك اکاٶنټ كښې ليكلي زه په دې خوشحاله يم چې مونږ په ګډه د لكهونو په شمېر د اولس د ژوند بهترۍ له شريك مقصد لپاره كار كوٶ، هيله لرو چې تاسو به ښه كار كوۍ، ستاسو د ډلې د ځانګري كار او ستاسو د مرستې مننه كوٶ۔ د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې فېس بك او د واټس اېپ د لارې د كرونا وباء په مهال د اقداماتو په اړه موثره ، سم او په وخت معلومات وركړې كېږي۔د پاكستان حکومت په دې وروستيو كښې په واټس اېپ د كرونا هېلپ لائن جوړ كړې ، او دا نوې سروس ويړيا استعمالېږي چې له مخې ئې پاكستان كښې هر كس د کرونا وائرس په اړه سم٬ د اعتبار وړ او تازه معلومات د مركزي ذريعو د لارې ويړيا تر لاسه كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان سره د فېس بك چيف اپرېټنګ افسر شېرل سينډ برګ سږ كال په ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په مهال ملاقات كړې ٶ چرته چې وزيراعظم عمران خان د پاکستاني پلاوي مشري كول