كورونا وائرس ګرده نړۍ ځپلې ده۔ پرمختګ كړو هېوادونو له به اوس خپل پام د وسلې په ځائ هېلت سېكټر پلو ګرځول وي۔ چوهدري شجاعت حسېن

اسلام آباد ۔ 14 اپریل (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ق) صدر او پخواني وزيراعظم چوهدري شجاعت حسېن وئيلي دي د كورونا په اړه پاكستان كښې ډول ډول بې بنسټه خبرې خپرېږي۔ حال دا دے چې 80 فيصده كورونا وائرس 5 هېوادونه ځپلې دي كومو كښې چې امريكا ٬ برطانيه ٬ فرانس ٬ اطاليا او سپېن شامل دي۔ نوره وباﺀ په 10 فيصده اروپائي هېوادونو او 10 فيصده پاتې نړۍ كښې ده۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده وړاندېز وركړو چې دا 5 هېوادونه بايد د نورو په ځائ خپل ځان ته پام وكړي او تر دې دمه چې په كوم انداز او معيار سره روان وو چې كوم هېواد څومره وسله او توغندي لري دغه سوچ بدل كړي۔ هغوي بايد باور وكړي چې دنياوي څيزونه دوئي نشي بچ كولې ۔ دا هېوادونه بايد خپله زياتره پېسه اوس د دفاعي نظام په ځائ په هېلت سېكټر مصرف كړي۔ ده ووئيل كورونا سره د جنګ لفظ په ځائ كه دې څخه د بچ كېدو او نورو بچ كولو لفظ اوكارولې شي نو دا به زياته عقلمندي وي۔ ده ووئيل دا د پاك پروردګار لخوا امتحان دے او دې كښې دې زيات استغفار او خپلو سيمو كښې د مستحقو خلقو مرسته وكړې شي