قطبي مېكسيكو كښې د نشائي ډلو ترمينځھ د ډزو پېښه ٬ 19 كسان مړه

مېکسیکو سټی ۔ 5 اپریل (اے پی پی) په قطبي مېكسيكو كښې د نشائي توكو ډلو ترمينځھ د ډزوې پېښې په نتيجه كښې 19 كسان مړه شوي دي۔ د برطانوی خبر رسنې ادارې له مخې د مېكسيكو د چيهواهوا سيمې اټارني جنرل سيسر پېنسي وئيلي چې تېر ماښام میډیرا میونسپلټی كښې د ډزو پېښې ځائې څخه امنيتي ځواكو د 18 كسانو مړي ٬ 18 ټوپكې ٬ دوه ګاډي او دوه لاسي بمونه ترلاسه كړل۔ ده زياته كړه چې دوه نشائي توكي خرڅونكو ډلو د لارې په شخړه په يو بل ډزې كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې مېكسيكو كښې د كورونا وائرس خپرېدو باوجود د جرائم پېشه ډلو ترمينځھ د تشدد پېښې روانې دي