د کرونا وائرس په اړه د پارلمانی کمیټۍ غونډه به د قامی اسمبلۍ سپیکر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ كيږي

اسلام آباد 03 اپریل (اے پی پی) د کرونا وائرس په اړه د پارلمانی کمیټۍ غونډه به د ګل په ورځ د پارلیمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې كيږي۔ د قامی اسمبلۍ سیکریټریټ له مخې د وزیر اعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر حفیظ شیخ او د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داوَد به د کرونا وائرس په وجه د هيواد په معیشت او تجارت پريوتې اثرات او معیشت بحالۍ له په پلان پارلمانی کمیټۍ ته بریفنګ وركوي۔ د وزیر اعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او د نینشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی چیئرمین جنرل محمد افضل به کمیټۍ ته د وائرس په اوسني صورتحال او ریلیف په لړ كښې په اقدامات بریفنګ وركوي۔ په غونډه كښې به د کمیټۍ غړي د ویډیو کنفرنس د لارې ګډون كوي۔ دا خبره دې ياده وي پارلمانی کمیټی د کرونا وائرس په اړه د چارو جاج اخستو ، مانیټرنګ او څارنې لپاره جوړھ شوې ۔ پارلمانی کمیټۍ كښې د قامی اسمبلۍ 12 او سینيټ 13 پارلیمانی لارښود شامل دي