د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان میډیا ته بریفنګ

اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د كرونا وائرس صورتحال تر مخه به نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر د صوبو په مشاورت د لاك ډاؤن ختمولو يا پراخه كولو پريكړه كوي ‘ حالات پالسي بدلولې شي،كه د كرونا وائرس خپريدو كښې شدترا پیدا كيدو نو دې څخه به زيات سخت هدایات نافذ كولې شي، 14 اپریل څخه وړاندې به د سباؤن پالسي اعلان كړې شي۔ د زيارت په ورځ د میډیا بریفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د اولس سلامتیا او تحفظ ته پام لرنه كوو، كرونا وائرس كوم صورتحال چې روان دے د هغې تر مخه د پوهانو ډله كار كوي، وزیراعظم د ورځې په بنياد بریفنګ اخلي او نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر كښې سول او ملټری قیادت د صوبائی حكومتونو سره په ګډه د ورځې په بنياد د صورتحال جاج اخلي او د پيښو ستونزو حل كولو لپاره د ورځې په بنياد ګامونه پورته كړې كيږي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان واضحه كړې چې كرونا سره به جنګ كول وي او په لوږه ٬ تنده او بې روزګارۍ به قابو موندل وي۔ دې ووئيل د 14 اپریل نه پس به د كنسټركشن انډسټری پرانستلو لپاره صوبائی حكومتونه اېس او پی جوړوي،دې سره سره د لازمی څيزونو فهرست هم د صوبو سره شیئر كړې شوې۔ دې ووئيل صنعت به په هر صورت چلولې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل د حكومت په سپارښټنه او د علماء كرامو په خبرتيا عمل كولو سره ټول قام د شب براَت په موقع په كورونو كښې عبادات كول د يووالي او اتحاد پیغام دے او هم دغه زمونږ منزل ؤ