د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ګورنمنټ علامه اقبال مېموريل ټيچنګ روغتون دوره

د كورونا وائرس وباﺀ نظر كښې نيولو سره ئې د روغتون د انتظاماتو جاج واخست
سیالکوټ ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ګورنمنټ علامه اقبال مېموريل ټيچنګ روغتون دوره وكړه۔ د خپلې دورې په مهال دې د كورونا وائرس وباﺀ نظر كښې نيولو سره د روغتون د انتظاماتو جاج واخست۔ په دې مهال د علامه اقبال میموریل ټیچنګ روغتون پروفېسرطارق ریحان، اېم اېس ډاکټر جاوېد منیر، دوهم اېم اېس ډاکټر شکیل ،دوهم کمشنر سيالکوټ ناصر محمود بشیر، ډی پی او سیالکوټ کېپټن رېټائرډ مستنصر فېروز او چودھری منور حسېن هم دې سره وو۔ خاص مرستيالې د روغتون لخوا كړې انتظامات وستائل او د روغتون انتظاميې ته ئې ددې انتظاماتو له ښه كولو هدايت وكړو۔ دې په خاص توګه په فرنټ لائن كار كوؤنكو ډاكټرانو ٬ پېرا مېډيكل عملې او نرسز ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې