د هيواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل په لويه توګه ټیکس ری فنډ شوي، د خزانې صلاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شیخ بیان

اسلام آباد 03 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې لپاره صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وئيلي دي حکومت د ری فنډز ادائیګۍ لپاره 100 اربه روپۍ جاري كړې، په دې سخت وخت كښې د تجارت او روزګار تحفظ لپاره د حکومتي اقداماتو مثال نه موندلې كيږي،د هيواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل په لويه توګه ټیکس ری فنډ شوي۔ د جمعې په ورځ جاري شوې بیان كښې ده ووئيل د کرونا وائرس وباء اثرات مخنيوي لپاره وزیراعظم عمران خان د اړخه اعلان کړې 1240 اربه روپۍ امدادی پیکج ترمخه فنانس ډویژن د ټیکس ری فنډز ادائیګۍ په لړ كښې په ٢ اپريل 100 اربه روپۍ جاری کړې۔ ډاکټر عبدالحفیظ شیخ ووئيل په دې سخت وخت كښې د تجارت او روزګار تحفظ لپاره اوسني حکومت داسې اقدامات كړې كوم چې تير وخت كښې مثال نه لري،د هيواد تاریخ كښې په وړومبي ځل په لويه توګه ټیکس ری فنډ شوې ۔ ده ووئيل د حکومت د امدادی پیکج مقصد صنعتونو له سرمایه وركول په ستونزو او چيلنجونو قابو موندلو له مرسته كول دي۔ ډاکټر عبدالحفیظ شیخ ووئيل تر 31 مارچ 2020ء ټول ټیکس ری فنډز ادائیګی شوي چې پكښی غیربرآمدی څانګې له جی اېس ټی ری فنډ په لړ كښې 52 اربه روپۍ وركول شاملې ده،برآمدی صنعتونو له فاسټر نظام ترمخه 10 اربه روپۍ وركړې شوي، ډیوټی ډرابیك په لړ كښې 15 اربه روپۍ وركړې شوې ۔ ده ووئيل ځائې ټیکسونو او لیویز ډرابیك (ډی ایل ټی ایل) په لړ كښې 20.5 اربه روپۍ جاری کړې شوې۔ ډاکټر عبدالحفیظ شیخ ووئيل روان مالي كال په مهال ټیکس ری فنډز په لړ كښې په مجموعي توګه 163 اربه روپۍ وركړې شوسسي