د منفي راپور په راتللو به دوئي كورونو ته لېږلې شي۔ دوهم كمشنر

ملتان ۔ 06اپرېل(اے پی پی) د ملتان دوهم كمشنر عامر خټك وئيلي دي په قرنطينه مركز ملتان كښې د كورونا وائرس ښكار 89 رنځوران تر دې دمه ساتلې شوي د كومو به چې يو وارې بيا ټېسټ كولې شي۔ د ټېسټ په منفي راتللو به دوئي كورونو ته لېږلې شي۔ ده ووئيل ملتان سره تعلق لرونكي 63 زائرین هم قرنطينه كښې استوګن دي۔ د دوئي د كورونا ټېسټ ريزلټ به د شورؤ په ورځ ترلاسه شي۔ دوهم كمشنر ووئيل ضلع كښې د موجودو ټولو تبليغي جماعتونو ډېټا ترلاسه كړې شوې او د تبليغي جماعت ټول غړي كورنټائن كړې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قرنطينه مركز په اړه خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ضلع كښې د تبليغي جماعت 836 غړي موجود دي۔ دوئي كښې 766 غړي پاكستاني او 70 غېر ملکی دي۔ دا ټول غړي كورنټائن كړې شوي۔ عامر خټك ووئيل جوماتونو كښې مېشته د تبليغي جماعت غړو په خوراك او داروګانو كښې به هېڅ ډول كمې اونه زغملې شي۔ ده ووئيل ملتان ښار كښې تر دې دمه د بهر هېوادونو څخه راغليو 264 پاکستانیان ټرېك ټېسټ شوي۔ د ټرېس ټرېك راپور له مخې دوئي كښې كوم يو هم وګړي كښې د كورونا علامات موندلې شوې نه دي۔ دوهم كمشنر اړوندې عملې ته هدايت وكړو چې ټولو كوټو كښې دې سټیر لائزېشن پېل كړې شي٬ په كټونو ٬ واش رومز او كوټو كښې دې کېمیکل سپرے وكړې شي٬ بل پړاؤ كښې دې ټول فلېټس كلورين سره اوينځلې شي