د ماليزيا اولس د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره ځنګلونو ته مخه وكړه

کوالالمپور 03 اپرېل (اے پي پي) ماليزيا كښې د كرونا وائرس، لاك ډاوَن او د بنديزونو له امله د كليوالو سيمو اولس ځان محفوظ ساتلو لپاره ځنګولونو ته مخه وكړه۔ د ماليزيا خبر رسنې ادارې له مخې د ماليزيا په يو كلي كښې په يو كس كښې د كرونا وائرس د تصديق نه پس په غونډه سيمه كښې ېره خپره شوې او د دې نه پس خلقو كلې پرېښودو سره د ځنګلونو مخه كولو سره خپل ځانونه په ځنګل كښې آئسولېټ كړې دې۔ چارواكو له مخې په كلي كښې تر اوسه د كرونا وائرس ځپلي موجود دي۔ د يادونې وړ ده ماليزيا كښې تر اوسه د كرونا وائرس درې زره كېسونه تصديق شوي او 50 مړه شوي او د دې نه پس ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس مخنيوي لپاره سخت اقدامات كولې شي۔